ط..البانو په ننګرهار کي د وسلوالو غلو يوه ډله نيولې

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د ياد ولايت په بټي ګوټ ولسوالۍ کي د وسلواو غلو هغه ډله ئې نيولې، چي په ننګرهار ښار او ولسوالیو کي ئې د وسلې په زور د خلګو څخه موټر اخېستل او يا به ئې هم د موټر پرزې غلا کولې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادو غلو سره يوځای ئې يوه عراده سوزوکی موټر او د موټرونو بېلابېل پرزې هم نيول سوي.
بايد وويل سي، چي په دا وروستيو کي په افغانستان کي د وسلوالو غلاو پېښي زياتي سوي دي.