ط..البانو په ننګرهار کي د يوې ښځينه نرسي د وژني په تور دوه کسان نيولي

د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هغي نرسي د وژلو په تړواو ئې دوه تنه نيولي، چي د يکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کي وسله والو ويشتلې او وژلې وه.
په خبره پاڼه کي ويل سوي، چي د دغي ښځينه نرسي د وژني له پاره د هغې خاوند يو کس ته پيسې ورکړي، ترڅو هغه ووژني . د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د کورنۍ تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې وه.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخي؛ دغي روغتیا پالي د خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه کړې؛ خو هغه ورڅخه انکارکړی و او بالاخره ئې یو تن ته یو لک افغانۍ او درې زره ډالر ورکړي و، چي دغه نرسه ووژني.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ياد قتل په تور نيول سوي کسان ئې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.