ط..البانو په نورستان کي د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت قيمتي ډبري خرڅي کړي

د ط..البانو د کانونواو پټروليم وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه وزارت د نورستان ولايت د کامدېش ولسوالۍ د کانونو څخه د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت قیمتي ډبري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغو ډبرو حجم ۱۶۵ کیلوګرامه ته رسېږي، چي د ازادي دواطلبۍ د لاري ئې پر شرکتونو باندي خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي تېره اوونۍ هم دغه وزارت په کنړ ولایت کي د یوې داوطلبۍ له لاري د ۵۴،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قېمتي ډبري خرڅي کړي وې.