نن يکشنبې د اکتوبر د مياشتي پنځمه نېټه په ټوله نړۍ کي د ښوونکي د نړۍوالي ورځي په نوم لمانځل کېږي.
دغه ورځ پر افغانستان په داسي حال کي راځي، چي ط..البان ئې ناروا بولي او د نه لمانځلو امر ئې کوي.
د هرات ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د پوهني رياست ټولو خصوصي او دولتي ښوونځيو ته مکتوب لېږلی او امر ئې کړی، چي د ښوونکي ورځ دي نه لمانځي.
ط..البانو په دغه مکتوب کي ټولو ته امر کړی، چي د دغي ورځي د لمانځلو څخه ډډه وکړي او په ټول هرات کي ئې دلمانځلو اجازه نسته.