د هلمند ولايت د ط..البانو امنيې قومندانۍ په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کي ئې هغه بار وړونکی موټر نيولی چي مس او سرب ئې پاکستان ته قاچاقول.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۵۷۸ د سُرب خښتي او ۸۹ د مسو بستې ئې د دغه باروړونکي موټر څخه تر لاسه کړي، چي غوښتل ئې پاکستان ته ئې انتقال کړي.