د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د سه شنبې په ورځ ئې په پروان ولايت کښي يوه ښځه پهعام محضر کښي د نامشروع اړيکو په تور ۳۹ دورې وهلې ده.
دا په داسي حال کښي ده، چي دافغانستان له پاره د ملګر ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ريچاډ بنت تېره ورځ د يوه بيان پر مهال له ط..البانو غوښتي چي دغه صحرايي محکمي دي بندي کړي او د انساني بشري حقونو درناوي ته دي ژمن سي.