د پنجشېر څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي څو ورځي وړاندي ط..البانو د علماوو شورا مرستيال او ديني عالم عبدالمالک نيولی او زنداني کړی وو.
د سرچينې په خبره چي هغه ط..البانو په زندان کي دومره وهلی او شکنجه کړی، چي اوس د پنجشېر د رخه سيمي په روغتون کي تر درملني لاندي دئ.
د ديني عالم عبدالمالک خپلوان وايي، چي د هغه روغتيايي حالت اوس د اندېښنې وړ دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر دې وړاندي هم په ۱۴۰۱ کال کي م.ولوي عبدالمالک د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی وو.