د پنجشېر ولايت اوسېدونکو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي د ط..البانو د امر ب.المعروف مامورين مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکوي، چي د کور څخه بهر بغير له چادرۍ څخه ولاړي سي.
د هغوی په خبره چي پر دوی باندي د ط..البانو له خوا ورځ تر بلي محدوديتونه او فشارونه زياتېږي، هغوی وايي چي پر حجاب سربېره بیا هم ط..البان له دوی څخه غواړي چي هتمن به چادري کوي.
د پنجشېر ولايت اوسېدونکي وايي، چي په سختو اقتصادي او رواني شرایطو کي دغو محدودیتونه د ښځو رواني او مالي وضعیت نور هم خراب کړی او د راتلونکي په اړه د دوی اندېښني ورځ تر بلي زياتېږي.
هغوی څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سفر له پاره دوی اړ دي، چي د خپلو همسايګانو څخه چادرۍ په پور واخلي د هغوی په وينا چي په دغه کمزوري اقتصادي حالت کي د ط..البانو دغه پرېکړي دوی نور هم د ستونزو سره مخ کړي دي