ط..البانو په څلورو ولايتونو کي ۱۶ کسان د‌ بېلابېلو جرمنو په تور په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په خپرو سوو خبرپاڼو کي ويل سوي، چي په کابل، فارياب، بدخشان او پروان ولايتونو کي ئې ۱۶ تنه په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل کي ئې شپږو کسانو ته د نشې ټابلیټونو، ښیښې او هيرویينو د خرڅولو په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.
سرچينه زياتوي چي يادو کسانو ته ئې د اوو څخه تر نهو میاشتو پوري د تنفيذي بندسزا ورکړې او ۱۰ دورې ئې په عام محضر کي وهلي دي.
دغي محکمې دغه راز ، د پروان په سالنګ او جبل‌السراج ولسوالیو کي د دوو ښځو په ګډون شپږو کسان د زنا او قتل په تور ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د ۹ مياشتو څخه تر پنځو کلنو پوري په تنقذي بند‌ محکوم سوي دي.
دغه په يو جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ کي ئې یوې ښځي او یوه سړي ئې د کوره څخه د تېښتي او نامشروع اړیکو په تور ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د‌اتو مياشتو څخه تر يوه کال پوري ئې د‌‌ بند‌ سزا ورکړې ده.
د ط..البانو ستري محکمې دغه راز ويلي، چي د‌‌ بدخشان په يفتل ولسوالۍ کي ئې د‌ يوې ښځي په ګډون دوه تنه نور هم ۳۹ – ۳۹ دورې وهلي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له خوا صحرايي محکمې او د‌ خلګو وهل ټکول ورځ تر بلي ډېريږي؛ نړۍوالو بشري سازمانونو هم د ط..البانو دغه سزاګاني غندلي او غوښتنه ئې کړې، چي ژر تر ژره بايد دغه ډول سزاګاني ودرول سي او ط..البان دي انساني کرامت ته ژمن پاته‌سي.