د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په کابل ولايت کي ئې دوه تنه د لواطت په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې ورکړې ده.
دغه راز د ط..البانو د سترمحکمې په خبر پاڼه کي ويلي، چي په دايکندي ولايت کي ئې يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور۳۹ دورې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي وهلي او د يوه کال تنفيذي بند سزا ئې ورکړې ده