د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په دوو جلا خبرپاڼو کي ويلي دي، چي په کابل او غزني کي ئې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه په عام محضر کي د زنا په تور په دورو وهلي دي.
د دغي محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په کابل کي ئې يوه ښځه د زنا او د کور څخه د تېښتي په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلې او يو کال ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې.
دغه راز په همدې ورځ د دغي محکمې څخه په يوې جلا خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په غزني کي ئې يو کس د زنا په تور په عام محضرکي ۳۰ دورې وهلی او يو کال او شپږ مياشتي ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.