ط..البانو په کابل او ميدان وردګو کي لس تنه په عام محضر کي په دورو وهلي

د ط..البانو د‌ ستري محکمي څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ ط..البانو په کابل کي ۹ تنه د نشه يي توکو د خرڅ او قاچاق په تور نيولي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان د لسو څخه تر شلو پوري په عام محضر کي په دورو وهل سوي او ۱۸ مياشتي ئې د تنفيذي بند‌سزا ورکړې ده.
دغه راز د يادي محکمې څخه په يوه جلا خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په ميدان ورګو ولايت کي ئې يو کس په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې.