ط..البانو په کابل او کندز کښي پر ۵ تنو تعزيري سزا عملي کړې ده

د ط..البانو تر واک لاندي د‌ ستري محکمي څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د‌ کندز په قلعه زال ولسوالۍ کښي يو سړی او ښځه د زنا په تور په عام محضر کښي ۳۹ دورې وهلي او درې کاله ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
دغه راز په خبرپانه کښي ويل سوي، چي درې تنه ئې په کابل کښي د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور ۳۹ دورې وهلي او د يوه کال څخه تر دوه کلنو پوري ئې په تنفيذي بند محکوم کړي دي.
د يادوني وړ ده، چي د بشري حقونو فعالانو دا کار د ط..البانو له خوا د بشري حقونو ارزښتونو خلاف بللی او دا ئې د نړۍوالو کنوانسیونونو سرغړونه ګڼلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *