د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ولايت کي ئې اووه تنه د تارياکو، ټابليټ کا ګوليو، هيروينو، چرسو او الکولي شرابو د خرڅلاو او قاچاق په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو پوري وهلي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسانو ته ئې د يوه کال څخه تر پنځو کلو پوري د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده