د ط..البانو د ستري محکمې څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کي ئې ۱۳ کسان په دورو وهلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې له ۱۰ څخه تر ۳۰ پوري په دورو وهلي او همدارنګه ۷ کسان ئې په یوه کال او شپږ نور ئې په اته میاشتي تنفیذي بند محکوم کړي دي.
د ط..البانو دغي خبرپاڼي دغه راز ويلي، چي یاد کسان د قمار، نشه يي ګولیو، هیروینو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور نيول سوي او دغه سزا ورکول سوې ده.