د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې په مرکز کابل کي ۱۷ کسانو ته د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
دغي محکمې ويلي، چي ياد کسان ئې ۱۵ – ۳۰ پوري په دورو وهلي او د اوو مياشتو څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
د يادوني وړ ده، چي نړۍوالو بشري سازمانونو ويلي وو، چي په روان ميلادي کال کي د ط..البانو له خوا ولسي خلګو ته د بدني سزا ورکولو قضيې د تېرکال په پرتله دوه چنده زياتي سوي دي.