د کندز د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند جمعه الدین خاکسار د چهارشنبې په ورځ د رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي، چي د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي دوه تنه وسله وال غله د ط..البانو سره په نښته کي وژل سوي دي.
د هغه په خبره چي دغه پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځ ته سوې ده.
د خاکسار په خبره چي له وژل سوو کسانو څخه یوه میل کلاشینکوف وسله ۱۵۰ زره غلاسوي افغانۍ هم ترلاسه سوي دي.
بايد وويل سي، چي د دغو وژل سوو کسانو هويت تراوسه پوري معلوم نه دئ.