په کندهار کي ځایي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البانو د دغه ولایت په ټولو دولتي او غیر دولتي ښوونځیو، مدرسو او د پوهني ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو او ادارو کي د ځیرک ټليفونو پر کارولو بندیز لګولی دئ.
د سرچينې د معلوماتو په حواله دا بندیز د ط..البانو د پوهني ریاست د ط..البانو د مشر م.لا هيب.ت الله د هغه امر د اطاعت په موخه لګولی، چي هغه خپل تر لاس لاندي د ټولو پلويانو څخه غوښتنه کړې وه، چي ځيرک تليفون دي په رسمي وخت کي نه کاره وي.
د کندهار د ط..البانو د پوهني ریاست د یوه رسمي مکتوب له لاري ټولو ښوونیزو مرکزونو ته خبر ورکړی، چي زدهکوونکي، ښوونکي او د دې مرکزونو نور کارکونکي له دې وروسته نه سي کولای ځیرک تليفون له ځان سره دغه مرکزونه ته یوسي.
په مکتوب کي راغلي، چي د ځیرک تليفون کارول د ط..البانو د مشرتابه له امر سره سم منع سوي او دا کار د وخت ضایع کول بلل سوي دي. همدارنګه، په مکتوب کي ټینګار سوی، چي ټول ښوونیز مرکزونه باید دا پرېکړه په جدي توګه عملي کړي.