د کندهار څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي د ط.. البانو د امرب.المعروف رياست مامورينو يو ديني عالم نيولی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ديني عالم فاتح آغا نومېږي او ط..البانو د تفرقې اچولو په تور نيولی او بندي کړی دئ.
په ورته وخت کي د دغه ولايت ط..البانو د فاتح آغا د نيول کېدو خبر تائيد کړی او په خبره ئې چي هغه په ټولنیزو رسنيو کي جنجالي ويناوي کولې او په همدې سبب نيول سوی او دوسیه ئې نظامي محکمې ته سپارل سوې ده.