ط..البانو په کندهار کي ۱۳ زره کيلو ګرامه نشه‌يي توکي سوځولي

د‌ کندهار د نشه يي توکو پر ضد د‌ مبارزې رئيس عصمت الله يعقوب د‌ دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د تېر يوه کال په جريان کي ئې د کندهار ښار د‌‌ بېلابېلو سيمو ۱۳ زره کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د‌ هغه په خبره چي په‌ دغه موده کي ئې ۱۳ زره کیلوګرامه شاوخوا نشه يي توکي راغونډ‌ کړي وه او د‌ دوشنبې په ورځ ئې و سوځول.
نوموړي زیاته کړې، چي په سوځول سوو توکو کي تاریاک، هیروین، چرس، الکولي مشروبات، ټابلیټ K ګولۍاو له نشه‌يي موادو سره ګډکیمیاوي مواد شامل وو.
دغه نشه يي توکي د دوشنبې په ورځ د‌ کندهار په دامان ولسوالۍ کي ط..البانو سوځولي دي.