د ط..البانو د غور د امنيې قوماندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په غور ولایت کي ئې څلور تنه د ۹۲ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره يو ځای نيولي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسانو ياد نشه يي توکي په دوو موټرانو کي په خورا مهارت سره ځای پر ځای کړي و او غوښتل ئې چي هرات ولايت ته ئې انتقال کړي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د نشه يي توکو قاچاق او خرڅول زيات سوي.