ط..البانو ۵۰ زره ښاري موټرونو ته برېښنايي کارتونه ورکړي

د‌ط..البانو تر واک لاندي د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اعلان کړی، چي شاوخوا ۵۰ زره ښاري موټرو ته ئې برېښنایي کارتونه او کتابچې وېشلې دي. د دغه وزارت ویاند، حکمت الله اصفي، ویلي چي د دې اقدام څخه ئې موخه د مسافرو خوندیتوب ډاډمن کول، د سفر کیفیت لوړول او په ټرانسپورټي سیستم کښي د روڼتیا رامنځ ته کول دي.
اصفي زیاته کړه چي دا برېښنایي کارتونه او کتابچې د موټر چلوونکو او د هغوی د موټرو د هویت د تثبیت له پاره هم خورا مهمي دي. د نوموړي په وینا، دا نوښت به نه یوازې د ټرانسپورټي خدماتو په منظمولو کښي مرسته وکړي، بلکي د موټر چلوونکو او مسافرو ترمنځ د باور فضا به هم پیاوړې کړي.
دغه وزارت وایي، دا پروژه د ټرانسپورټي سیستم د عصري کولو او د ښاري تګ راتګ د اسانتیاوو د زیاتولو په موخه پیل سوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *