د ط..البانو د امرب ال..معروف وزارت وياند سيف اسلام خېبر وايي، چي د تېري مياشتي په جريان کښي د ۳۸ هغه نکاحو مخه نيولې چي په جبري ډول په نکاح ورکول کېدلې.
د هغه په خبره چي ۴۰ تنې مېرمني ئې د کورني تاوتریخوالي څخه خلاصي کړي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چي د ۸ هغه قضيو مخه ئې نيولې، چي په بدو کښي ښځي ورکولې.
نوموړی وايي چي د ا.ا دولت د ښځو حقوقو ته ژمن دئ.
د يادوني وړ ده، چي ط..البانو د ښځو حقوقو ته د ژمنتوب خبره په داسي مهال کوي، چي په افغانستان کښي د دغې ډلي واک ته د رسېدو سره سم ئې د ښځو څخه د تعلیم، د کور څخه بهر د کار کولو او نورو ټولنیزو فعاليتونو حق ورڅخه اخیستی او د ښځو اړوند پر فعاليتونو ئې بنديزونه لګولي.