ط..البان د‌ باميانو د رشک د کلي څخه ۲۵ کورنۍ په جبري ډول باسي

د باميانو څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البان د باميان د پنجاب ولسوالۍ د رشک په نوم کلي څخه ۲۵ کورنۍ په جبري ډول باسي او کورونه ئې کوچيانو ته ورکوي.
سرچينه زياتوي، چي ط..البانو دغه اقدام ځکه کړی، چي پر دغه سيمه د کوچيانو او د کلي د اوسېدونکو دعوه وه، ط..البانو پرېکړه د کوچيانو په ګټه کړې او د کلي خلګ په جبري ډول د کورونو باسي او کوچيانو ته ئې ورکوي.
سرچينه زياتوي، چي ط..البان د کوچیانو سره يو ځای کلي ته داخل سوي او د رشک د کلي د دغو ۲۵ کورنيو د کور وسايل او توکي ئې غورځولي او مجبوره کړي ئې دي چي سيمه پرېږدي.
د‌ دغي سيمي اوسېدونکي د ط..البانو د مشرانو څخه د خپل حق په برخه کي د عدالت غوښتنه کوي.