د غلام خان بندر لار چي دوې اوونۍ وړاندي د پاکستان د حکومت له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ بنده سوې وه، اوس د ط..البانو د سرحدي پوليسو وياند وايي، چي دغه لار د ۱۵ ورځو له پاره بيا د پاکستان حکومت خلاصه کړې ده.
د ط..البانو د سرحدي پوليسو وياند عابدالله فاروقي وايي، چي د غلام خان بندر لار د نن چهارشنبې د ورځي څخه تر راتلوونکو ۱۵ ورځو پوري د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده او چلوونکي کولای سي، چي ورباندي تګ راتګ وکړي.
بلخوا بیا سوداګر وايي چي د دغي لاري موقت خلاصول د پام وړ ګټه نه لري او په خبره ئې چي د ط..البانو اداره دي د پاکستان د حکومت سره د افغان سوداګرو دغه ستونزه حل کړي او دغه لاره دي په دايمي ډول باندي د سوداګرو او بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه کړي.
بايد وويل سي، چي د غلام خان بندر لار چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګريزه لار ده،ډېر وخت د امنيتي دلايلو له امله د پاکستان د حکومت له خوا تړل کېږي.