ط..البان: زلزله عذاب دئ او د خلګو د ناوړه اعمالو له امله رامنځ ته کېږي

ط..البانو د مسجدونو امامانو ته په لېږل سوو ليکونو کي ويلي دي، چي د جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د خطبو پر مهال خلګو ته ووايي، چي زلزله د الله عذاب دئ او دا د مسلمان د ناوړه اعمالو سزا ده چي بنده ته ورکول کېږي.
ط.. البانو امامانو ته ويلي چي د زلزلو او د الله د عذاب په اړه د جمعې د لمانځه پر مهال خلګو ته نصيحت وکړي.
د ط..البانو په دغه ليک کي ويل سوي:«زلزلې د خدای خطرناک عذاب دئ چي په یوه شېبه کي نړۍ ورانوي او هر څه له منځه وړي.»