د ط..البانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر د يکشنبې په ورځ ويلي، چي نړۍوال بانک، اروپايي ټولني او يو شمېر نور هغه هيوادونه چي په افغانستان کي ئې د برېښنا اړوند پروژې درلودې خپلي نيمګړي پروژې دي بشپړي کړي.
د هغه په خبره چي نړۍوال دي دغه ډول حياتي او اساسي پروژې د سياست سره نه ګډوي، خپلي پاته پروژې دي تکميل کړې.
د عمر په خبره چي هغوی د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي يو شمېر د برېښنا پروژې درلودې، چي د ط..البانو په راتګ سره هغوی دغه پروژې بندي کړي.
هغه غوښتنه کړې، چي دغه ادارې دي په افغانستان کي خپلي نيمګړې پروژې عملي کړي او ط..البان هم ورسره په ياده برخه کي همکاري کوي.
ط..البانو یاده غوښتنه پر داسي مهال کړې، چي برعکس دې ډلي د نړۍوالي ټولني ټولي غوښتني د پامه غورځولي او د افغانستان پر خلګو ئې بېلابېل محدوديتونه لګولي دي.