ط..البان: په افغانستان کي د ترهګرو ډلو د شتون ادعاوي بې اساسه دي

د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد په افغانستان کي د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا انديښنې ئې بې‌اساسه بللي دي.
هغه ويلي، چي د امنیت شورا غړو هیوادونو پرته له شواهدو هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښيې.
هغه د خپلو څرګندونو پرمهال ويلي، چي اوس په افغانستان کي امنيت دئ او د افغانانو د پرمختګ له پاره يو ښه چانس دئ.
بايد وويل سي، چي ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د داع.ش، ال.قاعدې او تحریک ط.البان پاکستان په ګډون د ترهګریزو ډلو د حضور په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار ئې کړی چي دا موضوع د سیمي امنیت ته ګواښ پېښوي.
همداراز، ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کي ويلي، چي د سوري جنګیالي او ترهګري ډلې افغانستان ته د راتګ پلان لري او ط..البان امن ځای ورکوي