د ط..البانو تر واک لاندي د افغانستان بانک مسؤلين وايي، چي د مرکز کابل ترڅنګ په نژدي وخت کي پلان لري، چي د ډالرو ليلام د خلګو او صرافانو د اسانيتا په سبب په زونونو کي هم پيل کړي.
د ط..البانو د دغه بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد دغه څرګندوني د صرافانو ټولني له استازو سره د یوې لېدني پر مهال کړي دي.
خالد د خپلو خبرو پرمهال ويلي دي، چي دغه کار د بازار د اړتیا، د اسعارو پر وېش، شفافیت او مؤثریت د تمرکزله امله ترسره کوي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي یوازي په کابل کي د ډالرو بولۍ ترسره کېدل، خو تر دې وروسته به په زونونو کي هم د ډالرو بولۍ پيل سي.