ط..البان: په افغانستان کي پر چاپېدونکو کتابونو ماليه نور نسته

د ط..البانو تر واک لاندي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله په سپارښتنه نور په افغانستان پر داخل چاپېدونکو کتابونو باندي ماليه نسته او د ماليې ورکولو څخه معاف دي.
د ياد وزارت د مسؤلينو په خبره هغه کتابونه چي د بهرنيو هيوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي؛ پنځوس سلنه ماليه ورباندي کمه سوې ده.
د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وينا چي دغه کار ئې په افغانستان کي د چاپ د صنعت د پرمختګ او د خپرندويه ټولنو د ملاتړ په موخه تر سره کړی دئ.