ط..البان: په تېرو درو مياشتو کي تر يو ميليون زيات افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي
د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي په تېرو درو میاشتو کي شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه ایستل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو د ياد وزارت په خبره چي په روان کال کي ۱۸۴ زره او ۴۵۹ کډوال له پاکستان څخه او پنځه زره تنه نور د ترکیې څخه ایستل سوي او افغانستان ته راغلي دي
ط..البانو همداراز ادعا کړې چي په تېر یوه کال کي نهه زره او ۹۵۱ افغان بندیان د ایران او پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او بېرته افغانستان ته راغلي دي.