ط..البان په کندهار کي د بې اسناده موټرسيکلانو پر ګرځېدو بنديز لګوي؛ خو ښاريان ئې بې انصافي بولي

ط.. البانو د کندهار اوسېدونکو ته خبر ورکړی، چي خپل موټرسيکلان‌ دي ثبت او اسناد دې تر لاسه کړي.
ط..البانو کندهارښاريانو ته خبرداری ورکړی، چي د اسنادو د نه موجودیت په صورت کي ئې موټرسيکل د ترافيکو له خوا ضبط کیږي.
بلخوا بيا د کندهار اوسېدونکو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البان د يوې عرادې موټرسيکل پر سر لس زره افغانۍ ماليه غواړي، چي دا د ولس تر توان لوړي پيسې دي.
هغوی ويلي، چي د اسنادو د اخيستلو سره موافق دي؛ خو دومره زياتي پيسې اخيستل د دې غريب ولس سره ظلم او بې انصافي ده.
کندهار ښاريان وايي:« د افغانستان اوسني اقتصادي نازک حالت ته په کتلو سره موږ غريب خلګ دومره پيسې د يوې عرادې موټرسيکل د پاره نه سو ورکولای، ډېری ځوانان بېکاره دي د خپلو اولادونو له پاره يوه ګوله ډوډۍ په سختي پيدا کوي او ط..البان بيا ورڅخه لس زره افغانۍ غواړي. هيله ده ط..البان پر خپلي پرېکړي د سره غور وکړي.»
بايد وويل سي چي د پنج شنبې په ورځ ط..البانو په کندهار ښار کي هغه موټرسيکلان درولي وو، چي اسناد ئې نه درلودل.