عام ولس د برښنايي تذکرو د اخیستلو په برخه کي د ستونزو او بې نظمیو له امله شکایت کوي

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د برښنايي تذکرو د اخیستلو په برخه کي د ستونزو او بې نظمیو له امله شکایت کوي.

په افغانستان کي د پاسپورټونو ترڅنګ چي مخکي په ډېري سختۍ تر لاسه کېدی، خلک وايي چي د برښنايي تذکرو اخیستل هم ډير ستونزمن دي.

د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چي په ساعتونو آن ورځو انتظار باسي بيا هم نه توانېږي چي د ډېري ګڼي ګوڼي او بې نظمۍ له امله خپلي پېژندپاڼي تر لاسه کړي.

که څه هم مسوولینو د ګڼي ګوڼي د ختمولو په موخه د تذکرو مرکزونه زیات کړي خو د برښنايي تذکرو په پروسه کي د ګڼي ګوڼي مخه لا هم نه ده نیول سوې.

د افغانستان د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخي، دا مهال په ټول افغانستان کي د برښنايي تذکرو ۷۷ مرکزونه چي خلکو ته تذکرې وېشي، فعال دي.