عباس ستانکزی: دملل متحد پريکړي د افغانستان په اړه متعصبي دي.

دخارجه وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانګزى په يوويډيوي راپور کي ويلي چي د ملل متحد پريکړي د افغانستان په اړه ناسمي دي او وايى چي ملل متحد دهغو هيوادونو په اړه چي امريکا يى طرفدارى ولري بيل نظر لري اما دافغانستان په اړه بيل نظر لري نوموړي يي په مثال کي د افغانستان دنماينده ګي چوکى په ملل متحد کي ښيى او وايي چي څه باندي دوه کاله ا.ا.ا دافغانستان بشپړ حاکميت ترلاسه کړى خو په ملل متحد کي د افغانستان نماينده ګي ددوى مخالفين کوي
ښاغلى ستانګزی دښځو دحقوقو په اړه هم غږيدلى او ويلي يى دي چي ښځي دتعليم او کار کولو حق لري بلکه دامير المٶمنين او ولسمشرۍ پرته کولاى سي چي وزارت وکړي ، دکابيني غړي سي
همداډول ښاغلي ستانګزى د پاکستان پريکړي د مهاجرينو په اړه ناسمي وبلي او ويلي يى دي چي داپريکړي يى دافغانانو نفرت ته دپاکستان په مقابل کي نوره هم وده ورکوي
او همدا ډول ښاغلى ستانګزى دګلبدين حکمتيار هغه اداعات ردوي چي ګويا امريکا دتير جمهوري حکومت دځينو کارمندانو لست و ا.ا.ا ته ورکړى ترڅو داکسان په خپل تشکيل کي اضافه کړي
ښاغلى ستانګزى د امنيت په اړه غږيدلي او ويلي يى دي چي ددوحي په تړون کي ددواړو طرفونو له خوا داپريکړه شوي چي دافغانستان خاوره به د نورو هيوادونو په خلاف نه استعماليږي او همدا ډول دامريکا خاوره او هغه هيوادونه چي امريکا يى نماينده ګي کوي د افغانستان په خلاف نه کاروي