عباس کریمي وتوانېدی د پاریس د پارالمپیک په ۵۰ متره لامبو کي له خپلو نورو امریکايي ملګرو سره په ګډه دویم مقام ته ورسیږي

عباس کریمي چي د پاریس په پارالمپیک یا د معلولو لوبغاړو په المپيکي لوبو کي د امریکا متحده‌ایالتونو په ګټه لوبیږي، وتوانېدی په ۵۰ متره لامبو کي له خپلو نورو امریکايي ملګرو سره په ګډه دویم مقام ته ورسیږي.

عباس کریمي چي له اوږو دواړه لاسونه نه ‌لري له تنکۍ ځوانۍ په کابل کي د لامبو زده‌کړه پيل کړې وه.

کریمي د پښو او بدن په زور ډېره چټکه لامبو وهي.

هغه په ۲۰۱۳ کال کي لومړی ترکیې او بیا امریکا ته کډوال سو، چي مخکي د کډوالو په ټیم کي لوبېدی او په ۲۰۲۲ کال کي د امریکایي تابعیت په اخیستو د امریکا په ملي ټيم کي شامل سو.

تر کریمي مخکي د افغانستان یوه بله لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده د پارالمپيک په تکواندو سیالیو کي د کډوالو د ټيم په ګټه د برنزو مډال وګټي.