د ط..البانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چي ګاونډي هيوادونه دي د افغانستان په کورنیو چارو کښي د لاسوهني څخه ډډه وکړي. نوموړي ټینګار کړی، چي ط..البان د خپلو ګاونډیو هيوادونو سره دوستانه او مثبتي اړیکي غواړي او په دې برخه کښي ژمن دي، چي د متقابل احترام پر بنسټ همکاري وکړي.
حنفي زیاته کړې، چي ط..البان د خپلي پالیسۍ په چوکاټ کښي د نورو هيوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډیو، په کورنیو چارو کښي هیڅ ډول مداخله نه کوي او په مقابل کښي له نورو هيوادونو هم ورته چلند غواړي.