د ط..البانو پخواني چارواکي م.لا عبدالسلام ضعیف پر خپله ايکس پاڼه باندي ط..البانو ته په کنايه کي ويلي دي، چي د خپل وطن د جوړولو له پاره خپل لاس په کار سئ او د پرديو د مرستي په تمه مه کښينئ.
هغه ويلي هغه خلګ هيڅ وخت خپل ژوند کي تغير نه سي راوستلای، چي د بل د مرستي او کمک په تمه ناست وي.
هغه ويلي، چي د خپل وطن او کور جوړولو له پاره اول بايد فکر وکړو، په دوهم قدم کي اقدام او وروسته توکل پر الله ولرو.
د پرديو د مرستي او لاس نيوي ته بايد محتاج نه سوو او هرڅه خپل په لاس جوړ کړو.
ضيف ليکلي:« هغه انسان هیڅ وخت خپل کور او ژوند نه سي جوړولای چي د بل په تمه ژوند کوي، چي یابه راسره مرسته وکړي او یابه مي لاس نیوی وکړي. ژوند او کور په خپلومټو او خپل اقدام جوړیږي، هڅه وکړئ، چي د چا په تمه ژوند عبث نه کړئ اول فکر، دوهم اقدام او دریم په الله توکل وکئ، کارونه به دي خپله سم سي.»