عبدالعظیم بدخشي به د هندي سیال پروړاندې د سیالۍ پنجرې ته کښته کيږي

عبدالعظیم بدخشي، یو افغان فری سټایل ورزشکار به د اتلولۍ کمربند ګټلو لپاره د خپل هندي سیال پروړاندې د سیالۍ پنجرې ته کښته کيږي.

بدخشي مخکي ویلي، چي د ده او د ده د هندي حریف تر منځ به دغه سیالي د روان کال د مارچ په نهمه نېټه په ډیلي کي د «ایم ایف این» د مبارزې په موسسه او د ۶۶ کیلوګرامه وزن په برخه کي ترسره سي.