عبدالله البرغوثي؛ فلسطينۍ بندي چي ۵۲۰۰ کاله سزا ګالي

کویټي عبدالله غالب البرغوثي، د حماس د وسله‌والي څانګي القسّام يو نامتو فلسطيني قومندان او تخنيکي انجنير دئ چي لا هم د اسرایيلو په زندان کي د سختو شرايطو لاندي بندي دئ.

البرغوثي په ۱۹۷۲ کال کي کويت کي زېږېدلی، د انجينرۍ په برخه کي لوړي زده‌کړې کړې وې. د ده تخنيکي مهارتونه د حماس د وسله‌والو فعاليتونو يو مهم بنسټ وبلل سول او نوموړی د بم جوړوني او چاودېدونکو توکو د ډيزاين يو ماهر ګڼل کېږي.

اسرایيلو استخباراتي ځواکونه هغه په ۲۰۰۳ کال کي ونيو، او وروسته یې محکمې د ګڼو بريدونو مسؤل وباله. د محکمې د پرېکړي له مخه البرغوثي ته ۶۷ دایمي بندونه او تر ۵۲۰۰ کلونو زيات بند ورکړل سوي چې دا د نړۍ د بنديانو په تاريخ کي تر ټولو اوږده سزا بلل کېږي.

د بشري حقونو بنسټونو د راپورونو له مخه عبدالله البرغوثي له کلونو راهيسي په سختو شرايطو کي ساتل کېږي، له شکنجې، روغتيايي بې‌پامۍ او د کورنۍ له ليدنې محروم دی.

البرغوثي د فلسطيني ملت په منځ کي د يو مقاومت‌کوونکي او د ازادۍ د سمبول په توګه پېژندل کېږي. د ده کورنۍ او ملاتړي ټينګار کوي چي هغه د فلسطين د آزادۍ لپاره خپل ژوند قرباني کړی او د ده خوشي کول بايد د هري ممکني تبادلې په اجنډا کي شامل وي.