عبدالمتين قانع: په لغمان کي د دوو قومونو د جګړې پر مهال ۲۵ کسان د وسلو سره نيول سوي دي

د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې شبنې په ورځ په يوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کي د دوو قومونو ترمنځ د جنګ پر مهال يې له دواړوو خواوو څخه ۲۵ کسان له ۳۰ مېله وسلو سره نيولي دي.
نوموړي وايي، چي په نښته کي دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمير يې یاد نه کړ.
د قانع په خبره، چي دواړوو قومونو له ډېر پخوا څخه دوښمني درلوده.