د عربستان رسنۍ خبر ورکوي چي تیره سې شنبه ددغه هیواد د نجران سیمه کي د غیر اخلاقي کارو یوه ۱۲ کسیزه ډله چي ۵ نارينه او ۷ ښځي وې ، ونیول سوه .
د راپورونو له مخي چي اول خلګو پولیسو ته په یاد کور کي د مشکوک فعالیت خبر ورکړی و چي وروسته د خاصو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کي یاده ډله د جرم په حالت کي نیول سوې ده .
په ورته وخت کي د سعودي امنیتي ځواکونو ویلي چي یاده ډله کي اکثره د پاکستان اتباع دي خو د ټولو هویت لا تر اوسه څرګند نه دئ ، دوی زیاته کړې چي مجرمین د نورو تحقیقاتو او لازمو اجراءاتو لپاره څارنوالۍ ته انتقال سوي دي .
د یادوني وړ ده چي مخکي هم څو ځله ورته پاکستانۍ ډلي عربستان کي نیول سوي دي.