عزيزي: د ايران څخه د راغلو افغان کډوالو سره د يو مېلیارد افغانیو مرسته کوي

د عزيزي ګروپ مشر او افغان پانګوال ميرويس عزيزي د پنج شنبې په ورځ پر خپل ايکس پاڼه باندي د ايران څخه د راغلو افغان کډوالو سره د يو مېليارد افغانيو مرستي د کولو ژمنه کړې ده.
هغه ويلي چي خپل همکارانو ته ئې لارښوونه کړې ده، ترڅو په هرات کي د ايران څخه د راغلو افغان کډوالو سره لازمي مرستي وکړي.
عزيزي پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي: (( د ايران څخه د افغانانو جبري ايستلو او د هغوی ناوړه بشري حالت خفه کړی يم.))
ميرويس عزیزي همدارنګه د نړۍوالو او داخلي خيريه بنسټونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه افغانستان ته د راغلو افغان کډوالو لاس نيوی دي وکړي.