عصمت قانع:د افغانستان هوايي او مځکنی حريم تر برید لاندي دی،خو د امريکا ماتوونکي چوپ دي

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال عصمت قانع د پاکستان د تیري شپې برېدونو ته په غبرګون کي ویلي،چي د افغانستان هوایي او مځکنی حریم تر برید لاندي دی، بمباردونه کېږي خلګ شهيدانېږي، کورونه نړېږي، خو د امریکا او ناټو د ماتولو لافوکان ټول چوپ دي.
هغه ط.البانو ته په اشاره ویلي ، چي یاد لافوکان د راوپلنډۍ نمک خواره دي ،ځکه د پاکستان د بريدونو په مقابل کي هر وخت سکوت اختیاروي.
قانع زیاته کړې،چي ط.لبان د ګمرکونو په پیسو ودونه کوي او پاکستان ته د جواب ویلو پر ځای،ټول وخت په کورو کي د میرمنو سره تیروي.