عطامحمد نور: ط..البان دي اول داخلي مشروعيت تر لاسه کړي

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطامحمد نور د روسيې د خوا د ط..البانو په رسميت پېژندلو ته په اشاره ويلي، چي د روسيې له خوا د ط..البانو په رسمیت پېژندل کیدای سي؛ افغانستان یو ځل بیا د سیمي او نړۍوالو قدرتونو د سیالۍ او مداخلي میدان وګرځوي.
هغه ويلي چي د روسيې دا اقدام به د نیابتي جګړو د بیا راژوندي کیدو لامل سي.
نور دغه راز زياته کړې، چي د سیاسي نظامونو مشروعیت د خلګو له خوا ترلاسه کېږي، نه د بهرنیو دولتونو له لوري‌او ط..البانو تر اوسه د خپلو اوسنیو سیاستونو له امله داخلي مشروعیت نه دئ ترلاسه کړی.
هغه وايي چي ط..البان دي يو ځل هڅه وکړي، چي خپل داخلي مشروعيت ترلاسه کړي او خپل اولس دي راضي کړي وروسته‌ دي د نړۍوال مشروعیت اړوند هڅه وکړي.