علی‌رضا اساهي د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی

افغان لوبغاړي «علی‌رضا اساهي» په پرله‌پسې توګه د دویم کال لپاره د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون تېره ورځ اعلان وکړ، چي افغان لوبغاړي علی‌رضا اساهي په پرله‌پسې توګه د دویم کال لپاره د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کي د ۸۰ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کي اتلولي وګټله.

د بدن د ښکلا دغه سیالۍ د مالدیف په »ادو» ښار کې ترسره سوې.

باید وویل سي چي په دغو سیالیو کي له افغانستان څخه نهه لوبغاړي او دوه روزونکي او د لوبډلي مسوولین ګډون لري.

د بدن جوړوني په برخه کي له افغانستان څخه عزت‌الله بارکزی، نایب مبارز،حمیدالله عمري، علی‌رضا اساهي او محمد ایوب اعظمي ګډون کړی وو.