عمران خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد اړيکي ښې سي

په داسي حال کي چي د پاکستان حکومت د افغان کډوالو نیول، وهل، شکنجه کول او د هغوی د ایستلو هڅي چټکي کړي دي، د دغه هيواد پخواني لومړي وزیر، عمران خان ټینګار کړی، چي له افغانستان سره باید اړیکي ښې سي.
په وروستیو میاشتو کي زرګونه افغان کډوال په پاکستان کي له سختو شرایطو، نیونو او زورزیاتي سره مخامخ سوي دي او پاکستاني چارواکي هڅه کوي، چي ټول ناقانونه افغان کډوال د پاکستان څخه وباسي. د بشري حقونو مدافعین او افغان کډوال پر پاکستاني چارواکو نیوکه کوي، چي د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی اساسي حقونه ئې تر پښو لاندي کړي.
دغو ټولو ستونزو ته په کتلو سره عمران خان پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: “افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی هيواد دئ. له دې هيواد سره باید اړیکي ښې سي او ټولي ستونزي باید د خبرو اترو له لاري حل سي.”
نوموړي زیاته کړې چي د دواړو هيوادونو ترمنځ هر ډول اختلاف باید د سوله‌ییزو خبرو له لاري حل سي، نه د تاوتریخوالي او فشار له لاري. عمران خان له اوسني حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چي له افغانستان سره د متقابل احترام او تفاهم فضا رامنځ ته کړي.