عمري د پاکستان پر نظامي مخالفینو ږغ کړی چي جګړه پرېږدي او د حکومت سره خبري وکړي

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې د مذاکراتي ټیم غړي محمد نبي عمري د پاکستان له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي له وسله وال مخالفت پرېږدي او د دغه هیواد له حکومت سره خبرو ته کښيني.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کي د پاکستان نظامي مخالفینو ته د مشورې په ډول ویلي، جګړې او انقلابونه دوی لیدلي، جګړې وطنونه ورانوي، اقتصاد ختموي، کونډي او یتیمان پیدا کوي نو باید تاسي هم باید له جګړې لاس واخلئ.
هغه دغه راز د پاکستان حکومت هم مخاطب کړی او وایي، چي اوس به پاکستان یو میلیون پوځ لري خو چي لس میلیونه هم ولري لا هم جنګ نه سي ورک کولای.
هغه زیاته کړې، د پاکستان د نظامي مخالفینو په کارونو کي مداخله نه کوي خو مشوره ورکوي چي د خپل نظام سره جنګ ونه کړي.
د هغه په خبره، کله چي دوی په افغانستان کي جګړه کول ټول خلک ورسره ولاړ وه خو په پاکستان کي د نظامي مخالفینو سره د خلکو ملاتړ نسته ځکه هغوی دا هیواد نه سي سقوط کولای.
عمري دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي چي پاکستان په دې ورستیو کي پر اسلامي امارت د ټي ټي پي د ملاتړ تورونه زیات کړي او له همدې امله پاکستاني الوتکو د افغانستان په ځینو ولایتونو کي بمبار هم وکړ.