ستري محکمې ویلي چي، په غزني او ننګرهار ولایتونو کي یې درو کسانو ته تعزیري سزاوي ورکړي دي.
یادي محکمې نن په جلا، جلا خبرپاڼو کي ویلي چي، د دغو کسانو له ډلي یې د یوې ښځي په ګډون دوه کسان د زنا په تور د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کي او یو کس د نامشروع اړیکو په تور د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کي په درو وهلي دي.
په خبرپاڼو کي ویل سوي چي، دا کسان یې په عام محضر کي په درو وهلي دي.
دا خبر داسي مهال ورکړل سوی چي، تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کي هم ستري محکمې څلورو کسانو ته تعزیري سزاوي ورکړې.