فايق: د ط..البانو هغه پرېکړه غندلې، چي د باميانو د پنجاب ولسوالۍ څخه ۲۵ کورنۍ باسي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصيراحمد فايق د ط..البانو هغه کړنه غندلې، چي له مخي ئې ط..البانو د باميانو د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي څخه ۲۵ کورنۍ باسي او کوچيانو ته ئې ورکوي.
فايق د ط..البانو پر دغه کړنه سخت انتقاد کړی او دا ئې یو ښکاره ظلم، د ملکیت او انساني کرامت د حقونو څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.
فايق پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «هیڅ فرد یا ډله، حتی د دولت په نوم، حق نه لري چي د مشروع محکمو د پرېکړي او د مناسب قیمت له ورکړې پرته د خلګو کورونه او ځمکي په زور ونیسي او نورو ته ئې ورکړي.»
هغه د ط..البانو څخه غوښتي، چي د دغه کړني څخه نور لاس واخلي او غريب ولس دي نور نه په عذابوي.