په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق پر خپله اېکس پاڼه باندي د پخوانيو پوځيانو پر وژل کېدو خواشيني ښودلې ده.
هغه ويلي، چي په دې وروستيو کي د ايران او پاکستان څخه ايستل سوي پخواني پوځيان په افغانستان کي د ط..البانو له خوا نيول کېږي، وهل کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي. د فايق په وينا چي د پخواني پوځيانو او سرتېرو وژل د اسلاميت او انسانيت خلاف کړنه ده او تر سره کوونکي ئې بايد جواب ورکړي.
د فايق په خبره چي دغه ډول کړنه تر سره کول ستر بشري جنايت دئ او عاملين ئې بايد سزا وويني.
بايد وويل سي، چي څو ځله نړۍوالو بشري سازمانونو هم ويلي وو، چي د ګاونډيو هيوادونو څخه ايستل سوي پخواني پوځيان او مامورين د ط..البانو له خوا نيول سوي او هغوی ته ډول ډول سزاوي ورکول سوي ان تر دې چي وژلي ئې هم دي؛ خو ط..البان بیا دغه ادعاوي نه مني.